د ایټالیا د ټولنیزې هوساینې سیستم هغو کسانو او کورنیو ته چې اړتیا لري او ټاکلي شرایط پوره کوي، مالي مرسته (بونسونه یا اقتصادي مرستې) برابروي. که تاسو د اوسېدو معتبر جواز ولرئ او محدود اقتصادي امکانات، ماشومان، یا معلولیت ولرئ، کېدای شي د دې ملاتړ لپاره وړ اوسئ.
دا مرستې بېلابېل ډولونه لري او په هره سیمه او ښاروالۍ کې توپیر لري. هره مرسته ځانګړي شرایط لري (د اوسېدو جواز او د استوګنې ثبت په ګډون). ډېری دا مرستې د ټولنیز امنیت ملي بنسټ (Istituto Nazionale della Previdenza Sociale – INPS) یا سیمه ایزو چارواکو لخوا اداره کیږي.
موجودې ملي مرستې
1. Assegno d'Inclusione ( ADI)
د شمولیت مرسته یا امتیاز(Assegno d'Inclusione) یوه ملي برنامه ده چې د زیانمنو کورنیو د بېوزلۍ، نازکۍ اوټولنیز محرومیت ستونزې پر وړاندې مبارزه کوي. دا مرسته د ټولنیزې شمولیت، روزنې، دندې موندنې او فعالو کاري سیاستونو له لارې د هر کورنۍ لپاره ځانګړي لارې برابروي.
د ADI مرسته اقتصادي ملاتړ د ټولنیزو او مسلکي شمولیت فعالیتونو سره یوځای کوي. ګټه اخیستونکي اړ دي چې په یوه شخصي شوي پلان کې برخه واخلي، چې د فعالیدو او دندې موندنې هڅې پکې شاملې دي.
اقتصادي ګټه د غوښتنلیک د مثبتې پایلې وروسته، د کورنۍ د ډیجیټل فعالولو تړون (PAD) له لاسلیک څخه یوه میاشت وروسته پیل کېږي او هره میاشت د بریښنایي تادیې کارت (د شمولیت کارت یا ADI کارت) له لارې ورکول کېږي.
دا مرسته د پرلهپسې ۱۸ میاشتو لپاره ورکول کېږي او د اړتیا په صورت کې د نورو ۱۲ میاشتو لپاره تجدید کیدی شي. د ۲۰۲۶ کال څخه، د وړتیا د دورو ترمنځ یوه میاشت ځنډ له منځه وړل شوی دی، او تجدیدونه په پرلهپسې ډول ترسره کېږي، که څه هم د هرې نوې دورې لومړۍ میاشتنۍ تادیه د معمولي مقدار ۵۰٪ ټاکل شوې ده.
که په غوښتنلیک کې یا وروسته غوښتنه وشي، ټولې پیسې کولای شي د هغو بالغو کورنۍ غړو ترمنځ وویشل شي چې د ماشومانو د ساتنې مسؤلیت لري.
د عاید، شتمنۍ محدودیتونو او د برابری معیار تفصيلي قواعد د قانون له مخې ټاکل شوي او د غوښتنلیک پر مهال د INPS لخوا پلي کېږي.
مهم ټکي:
د بریښنایي کارت له لارې هره میاشت تر ۱۸ میاشتو پورې ورکول کېږي؛ د اړتیا په صورت کې د نورو ۱۲ میاشتو لپاره د تجدید امکان شته.
اندازه یې د ISEE، د کورنۍ وضعیت، کرایه، معلولیت او نورو شرایطو پورې اړه لري.
د اوسېدو معتبر جواز ته اړتیا لري (لکه د پناهندۍ وضعیت، فرعي ملاتړ، یا د اروپایي اتحادیې اوږدمهاله استوګنې جواز).
د شخصي شوي ټولنیز او کاري شمولیت پلان برخه وګرځئ.
۲. (SFL) Supporto per la Formazione e il Lavoro
Supporto per la Formazione e il Lavoro روزنې او کار ملاتړ یوه میاشتنی مالي مرسته ده چې د ۱۸–۵۹ کلنو هغو کسانو لپاره ورکول کېږي چې د زیانمنو کورنیو غړي نه لري.
مهم ټکي:
میاشتنی مرسته تر ۵۰۰ یورو پورې د ۱۲ میاشتو لپاره ورکول کېږي؛ که روزنه دوام ولري، امکان لري تمدید شي.
اړینه ده چې په مسلکي روزنه، دندې پېژندنې یا موندنې، یا ملکي خدماتو کې نوملیکنه وکړئ.
د ISEE اندازه باید د ټاکل شوي حد څخه کمه وي (۲۰۲۶ کال: ۱۰,۱۴۰ یورو).
غوښتنلیک د INPS له لارې کیږي او د ډیجیټل فعالولو تړون ( Digital Activation Pact) او شخصي خدمت تړون (Personalized Service Pact) لاسلیک کول اړین دي.
۳. Carta Dedicata a Te
Carta Dedicata a Te ټیټ عاید لرونکو کورنیو ته د اړینو خوراکي توکو د پېرلو لپاره د یو ځل لپاره د ۵۰۰ یورو کارت برابروي.
مهم ټکي:
- وړ کورنۍ باید د ISEE اندازه ۱۵,۰۰۰ یورو یا تر دې کمه ولري او د ښاروالۍ د نفوسو د ثبت دفتر (anagrafe) کې ثبت وي.
- مهاجرین، کډوال او پناه غوښتونکي هم کېدای شي وړ وي، که په رسمي ډول اوسېدونکي وي او ټاکلي شرایط پوره کړي.
- د غوښتنلیک اړتیا نشته؛ ټاکنه په اوتومات ډول د INPS او ښاروالیو لهخوا ترسره کېږي.
- کارت یوازې د اړینو خوراکي توکو د پېرلو لپاره کارول کېدای شي؛ الکولي مشروبات، تېل او د ترانسپورټ ګډونونه ترې مستثنا دي.
- د Carta Dedicata a Te 2025 لپاره، لومړۍ پېرېدنه باید تر ۱۶ دسمبر ۲۰۲۵ پورې ترسره شي، او کارت باید تر ۲۸ فبروري ۲۰۲۶ پورې په بشپړ ډول وکارول شي.
یادونه: که تاسو له دې مرستو څخه کومه یوه ترلاسه کوئ، نو د دې مرستې لپاره غوښتنه نشئ کولی: Assegno di Inclusione، Reddito di Cittadinanza، Carta Acquisti، NASpI، DIS-COLL یا د mobility allowance.
۴. ملکي معلولیت مرسته (Invalidità Civile)
که تاسو جزوي یا بشپړ معلولیت ولرئ، ایټالیا مالي، ټولنیز او روغتیایي ملاتړ برابروي، تر څو تاسو وکولای شئ په خپلواکه توګه ژوند وکړئ او اړینو خدمتونو ته لاسرسی ولرئ.
مهم ټکي:
باید د لږ تر لږه یوه کلن د استوګنې معتبر جواز ولرئ او په رسمي ډول په ایټالیا کې اوسېدونکی اوسئ.
اړینه ده چې د خپل عمومي ډاکټر څخه طبي تصدیق ترلاسه کړئ، وروسته INPS ته غوښتنلیک ورکړئ، او بیا د ASL د طبي/قانوني کمېټې لهخوا ارزونه ترسره کېږي. دا کمېټه ستاسو د معلولیت کچه ټاکي او د هغې له مخې اړوندې مرستې مشخصې کوي. د ارزول شوې معلولیت سلنې پر بنسټ، کېدای شي مالي مرستې، ټولنیز ملاتړ، روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی او نور حقونه ترلاسه کړئ.
که تاسو وړ یاست، تاسو کولی شئ د اروپایي معلولیت کارت(Carta Europea della Disabilità) هم ترلاسه کړئ، چې په ایټالیا کې او په هغو نورو اروپایي اتحادیې هېوادونو کې چې تړونونه شتون لري، د ترانسپورټ، فرهنګي فعالیتونو او تفریحي خدمتونو لپاره وړیا یا تخفیف شوی لاسرسی برابروي. دا کارت د نورو مرستو لکه Invalidità Civile یا Assegno d’Inclusione سره بشپړوي او تاسو سره مرسته کوي چې نورو اضافي ملاتړونو ته لاسرسی پیدا کړئ.
۵. د ماشومانو لپاره نړیواله مرسته (Assegno Unico e Universale)
Assegno Unico e Universale (AUU) یوه میاشتنی مالي مرسته ده او هغو کورنیو ته چې د ۲۱ کالو څخه کم عمر لرونکي ماشومان لري، یا هغو کورنیو ته چې معلول ماشومان لري پرته له کوم عمر محدودیت څخه ورکول کیږي. دا مرسته کورنیو سره مرسته کوي چې د ماشومانو د روزنې ورځني لګښتونه لکه خوراک، د ښوونځي لګښتونه او نور اړین اړتیاوې پوره کړي. تاسو کولی شئ د ۲۰۲۶ کال لپاره د AUU د تادیې مهالویش دلته پیدا کړئ. د مرستې لومړۍ قسط عموماً د غوښتنلیک د سپارلو میاشتې وروسته په وروستۍ اونۍ کې ورکول کېږي.
مهم ټکي:
باید د اوسېدو معتبر جواز ولرئ او او یا هم په ایټالیا کې لږترلږه دوه کاله په قانوني توګه ژوند کوئ یا لږترلږه شپږ میاشتې د کار قرارداد ولرئ.
-
دا مرسته د لاندې ماشومانو لپاره ورکول کېږي:
د ۱۸ کالو څخه کم عمر (د نوي زیږیدلیو ماشومانو لپاره د امیندوارۍ د ۷مې میاشتې څخه)
د ۱۸–۲۱ کلونو عمر لرونکي ماشومان چې زده کړه کوي، کار کوي، یا د ټرینینګ پروګرام کې برخه لري او عاید یې د ۸,۰۰۰ یورو څخه کم وي، بېکار ثبت شوي وي، یا د Servizio Civile Universale برخه وي
د معلولیت لرونکي ماشومان پرته له کوم عمر محدودیت څخه
د مرستې اندازه د کورنۍ د ISEE او د ماشومانو په شمېر پورې اړه لري. د ټیټ ISEE لرونکي کورنۍ کېدای شي تر ۲۰۳.۸۰ یورو په هر ماشوم په میاشت کې ترلاسه کړي (۲۰۲۶). ځانګړي زیاتوالی ممکن د لویو کورنیو، د یو کلنۍ نه کم عمر لرونکو ماشومانو، یا د معلولیت لرونکو ماشومانو لپاره هم ورکړل شي.
۶. د نوی زیږیدلی ماشوم مرسته (Bonus Nuovi Nati)
Bonus Nuovi Nati یو ځل مالي مرسته ده چې د کورنیو سره د نوي زیږیدلي ماشوم، سرپرستي یا مخکې له سرپرستۍ څخه د ماشوم په کورنۍ کې شاملیدو پر مهال د لګښتونو د پوره کولو لپاره ورکول کېږي. هدف یې دا دی چې د ټیټ عاید لرونکو کورنیو د ماشومانو ساتنې لګښتونه اسانه کړي. د دې مرستې د ترلاسه کولو لپاره، اړینه ده چې د ماشوم د زیږون یا کورنۍ ته د شاملیدو له ورځې څخه تر ۱۲۰ ورځو پورې غوښتنلیک ورکړل شي.
مهم ټکي:
څوک یې ترلاسه کولی شي: غیر اروپایي اتباع چې د اوږدمهاله استوګنې جواز ولري٬ یا د کار اجازه، د کډوالۍ یا فرعي خوندیتوب اجازه ، یا هر ډول قانوني د استوګنې اجازه چې لږ تر لږه یو کال اعتبار ولري ولرئ، او په وروستیو ۱۲۰ ورځو کې یې ماشوم زېږېدلی وي، یا یې ماشوم په قانوني ډول اخیستی وي، یا ماشوم ورته د فرزندۍ نه مخکې د لنډ وخت لپاره د سرپرستۍ په توګه سپارل شوی وي. (د ایټالیا د دولت د اعلان پر بنسټ، د ۷۶ شمېرې سند، د ۲۰۲۵ کال د اپرېل ۱۴ نېټه)
د کورنۍ د ISEE ارزښت د کوچني ماشومانو لرونکو کورنیو لپاره باید ۴۰,۰۰۰ یورو یا کم وي. (د ISEE ارزښت کې د Assegno Unico e Universale له لارې ترلاسه شوې پیسې شامل نه دي)
تاسو باید د ماشوم د زیږون یا د کورنۍ د شاملیدو له ورځې څخه تر ۱۲۰ ورخو په موده کې غوښتنلیک ورکړئ.
- غوښتنلیک کولای شئ د INPS له لارې آنلاین، د اړیکې مرکز (Contact Center) له لارې، یا د Patronato له لارې ترسره کړئ.
امله د کور پر بنسټ روزنې ملاتړ لپاره غوښتنه کوئ، د ماشومانو ډاکټر تصدیق وړاندې کړئ
۷. Bonus Asilo Nido
Bonus Asilo Nido یوه مالي مرسته ده چې کورنیو سره مرسته کوي ترڅو د ماشومانو د نرسري او لومړنیو روزنیزو خدماتو لګښتونه پوره کړي، چې پکې عامه او خصوصي نرسري (nidi)، مایکرو نرسري (micronidi)، sezioni primavera، یا د کور پر بنسټ د وړ خدماتو اجازه لرونکي مرکزونه شامل دي. مهرباني وکړئ په یاد ولرئ چې دا بونس د تفریحي خدمتونو یا غیر تعلیمي فعالیتونو، لکه د ښوونځي مخکې یا د ښوونځي وروسته پروګرامونه، پوښښ نه کوي.
مهم ټکي:
څوک غوښتنه کولی شي: والدین یا سرپرستان چې د اوسېدو معتبر جواز ولري (غیر اروپایي اتباع باید اوږدمهاله استوګنې جواز یا د کار جواز ولري(
د ماشوم شرایط: ماشوم باید د ماشومانو د روزنې په مرکز کې ثبت شوی وي یا د تادیې ثبوت ولري (یا د جدي اوږدمهاله ناروغۍ په صورت کې د کور پاملرنې لپاره د ماشومانو ډاکټر تصدیق کافی دی(
ISEE : د کورنۍ د ISEE ارزښت د مرستې د محاسبې لپاره کارول کېږي
اندازه: تر ۳,۶۰۰ یورو پورې په کال کې، د ماشوم د زیږون نیټې او د کورنۍ د ISEE پر اساس
اعتبار: له ۲۰۲۶ کال څخه، تایید شوې غوښتنلیکونه د راتلونکو کلونو لپاره اعتبار لري تر څو ماشوم درې کلن شي، تر هغه پورې چې شرایط پوره وي
د بونس ترلاسه کولو څرنګوالی: لږترلږه د یو نرسري فیس لپاره د تادیې ثبوت اپلوډ کړئ (د عامه نرسري لپاره چې تادیه ځنډېدلې وي، د نوملیک یا د انتظار لیست تایید کافي دی)، یا که د جدي اوږدمهاله ناروغۍ له امله د کور پر بنسټ روزنې ملاتړ لپاره غوښتنه کوئ، د ماشومانو ډاکټر تصدیق وړاندې کړئ.
۸. د بېکارۍ مرسته (NASpI)
NASpI (Nuova Assicurazione Sociale per l’Impiego) یوه میاشتنی مالي مرسته ده چې هغو کارګرانو ته ورکول کېږي چې تازه خپل منظم کار له لاسه ورکړی وي. دا مرسته تاسو سره مالي ملاتړ برابروي تر څو د نوي دندې موندلو په جریان کې مرسته ترلاسه کړئ.
مهم ټکي:
باید مخکې مو یو منظم کاري قرارداد درلودلی وي او دنده مو په غیر ارادي ډول له لاسه ورکړې وي.
میاشتنی پیسې ستاسو د پخواني معاش او د کار د مودې پر اساس ټاکل کېږي.
د غوښتنلیک لپاره د اوسېدو معتبر جواز ته اړتیا ده.
تاسو باید دندې له پای ته رسېدو وروسته ژر تر ژره غوښتنلیک ورکړئ.
د ملي مهمو مرستو لنډیز جدول
د غوښتنلیک وړاندې کولو مخکې غوره کړنې
تل ریښتیا ووایئ – د خپل جواز، اقتصادي وضعیت، په ایټالیا کې د تېر شوي وخت او شخصي وضعیت په اړه ریښتینې او د تایید وړ معلومات ورکړئ. چارواکي ممکن ناڅاپي پلټنې هم ترسره کړي.
د افواهاتو او اوازو ته غوږ مه نیسئ– معلومات د باور وړ سرچینو څخه تایید کړئ یا د اړوندو خدماتو سره اړیکه ونیسئ.
د درغلیو څخه با خبر اوسئ– یوازې رسمي خدمات وکاروئ (CAF، Patronato). د غوښتنلیک مرستې لپاره هیچا ته پیسې مه ورکوئ.
اړتیاوې په دقت سره وګورئ - د وړتیا پرته د ګټو لپاره غوښتنه کول ممکن د لغوه کیدو، بیرته ورکولو، یا قانوني پایلو لامل شي.
وخت واخلئ – د غوښتنلیک وړاندې کولو مخکې ټول قوانین په بشپړ ډول وپېژنئ. څو ورځې انتظار کول د مرستې ترلاسه کولو مخه نه نیسي.
پوښتنې وکړئ – د CAF او Patronato دفترونه ستاسو د مرستې لپاره موجود دي؛ د دې له امله اندېښنه مه کوئ.
هغه څه ته پام وکړئ چې لاسلیک کوئ – ډاډ ترلاسه کړئ چې ټولې اعلامیې سمي دي؛ که اړتیا وي، د ژباړې غوښتنه وکړئ.
صبر وکړئ – د پروسې ترسره کېدل ممکن ورو وي.
د Refugee.Info سره اړیکه ونیسئ – د وضاحت، افواهاتو تصدیق یا د غوښتنلیک په اړه د مرستې لپاره.
له خپل وکیل سره خبرې وکړئ – که پوه شئ چې تاسو د شرایطو پوره کولو پرته مرسته ترلاسه کوئ، سمدستي له قانوني متخصص سره اړیکه ونیسئ.
څوک مرسته کولی شي
"Istituto Nazionale Previdenza Sociale" (INPS) د ایتالیا ټولنیز امنیت ملي بنسټ دی. په ټول هیواد کې دفترونه یې شتون لري. د یوه ځای اوموقیعت موندلو لپاره "INPS a [هغه ښار چیرې چې تاسو اوسیږئ] ګوګل کړئ.
د ښاروالۍ دفتر (Comune): د خپل سیمهییز ښاروالۍ دفتر د موندلو لپاره، په ګوګل کې ولیکئ: “Comune di [هغه ښار چې تاسو پکې ژوند کوئ]”.
Patronati: «Patronati» د مالي او مالیاتي مرستې مرکزونه دي. په ایټالیا کې څو داسې مرکزونه شتون لري، لکه CAAF CGIL، CISL، UIL، یا ANOLF. د نږدې مرکز د موندلو لپاره په ګوګل کې ولیکئ: “patronato a [هغه ښار چې تاسو پکې ژوند کوئ]”.
که یو CAF یا Patronato تاسو سره مرسته وکړي، هغوی د هغه څه لپاره مسؤل نه دي چې تاسو لاسلیک کوئ یا د بونس د ترلاسه کولو لپاره یې اعلام کوئ. له همدې امله ډېر مهمه ده چې تاسو د شرایطو په اړه پوره ډاډ ولرئ او پوښتنې وکړئ تر څو ډاډ ترلاسه کړئ چې هر څه په بشپړ ډول پوه شوي یاست.
د Diaconia Valdese ټولنیز مرکزونه: دغه ټولنیز مرکزونه د اداري پروسو لارښوونې، د خدماتو لاسرسی، کاري او قانوني ملاتړ، او نور خدمتونه وړاندې کوي. دوی د ایتالیا په ډېرو ښارونو کې شتون لري او یو مجازی میز هم لري چې د دوشنبې څخه تر جمعې فعال وي او د ایمیل (virtualcenter@diaconiavaldese.org) او واټس اپ/تلیفون (+393441874631) له لارې اړیکه نیولای شئ.
مهم ټکي چې باید په یاد ولرئ
تقریباً ټولو مرستو لپاره د استوګنې معتبر جواز ته اړتیا ده.
د استوګنې ثبت (iscrizione anagrafica) خورا مهم دی.
اقتصادي حالت (ISEE) وړتیا او اندازه ټاکي.
په یو وخت کې د ناسازګار ګټو ترلاسه کول کولی شي مرسته لغوه کړي.
ټول فورمونه په دقت سره ولولئ؛ که اړتیا وي د ژباړې غوښتنه وکړئ.
د روان کال لپاره تل د قوانینو او حدونو وروستۍ تازه معلومات وګورئ.
د غوښتنلیکونو، تجدیدونو او د مرستو د کارونې وروستۍ نېټې تعقیب کړئ.
د INPS یا ستاسو ښاروالۍ څخه ترلاسه شوې غوښتنلیکونه او خبرتیاوې کاپي کړئ.
نورې پوښتنې لرئ؟
موږ ته په فیسبوک، میسنجر، واټس اپ یا ټیلیګرام کې پیغام یا تبصره راولیږئ!
لیکوال: د Refugee.info Italy ټیم