پېژندپاڼه یا carta d'identità یو سند دی چې ستاسو هویت ښیي. دا پېژندپاڼه څنګه ترلاسه کړئ او دا سند څه اهمیت لري دا معلومات به تاسو پدې مقاله کې ترلاسه کړي.
له کوم ځای څخه کولی شو چې carta d'identità ترلاسه کړو
د خپل پېژندپاڼه یا carta d'identità ترلاسه کولو لپاره، تاسو باید لومړی د هغه ښار د احوالو د ثبت دفتر “Anagrafe” کې راجستر وکړئ چیرې چې تاسو اوسیږئ یا ستاسو کمپ دی. دا کړنلاره د iscrizione anagrafica په نامه یادیږي.
Anagrafe به ستاسو carta d'identità صادرکړي. دا دفتر اړتیا لري چې ستاسو د carta d'identità صادرولو لپاره ستاسو permesso di soggiorno وګوري.
په ډیری Comuni (ښاروالیو) کې تاسو اړتیا لرئ د خپل carta d'identità ترلاسه کولو لپاره وخت واخلئ. موږ وړاندیز کوو چې تاسو د carta d'identità ترلاسه کولو څرنګوالي او هغه اسنادو لپاره چې تاسو ورته اړتیا لرئ د معلوماتو لپاره د خپلې Comune ویب پاڼه وګورئ.
که تاسو مرستې ته اړتیا لرئ، تاسو کولی شئ موږ ته په فیسبوک کې شخصي پیغام واستوئ.
په ځینو حالتو کې، ستاسو مرکز یا کیمپ ممکن ستاسو سره د carta d'identità په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي. د خپل کمپ مدیر سره خبرې وکړئ.
زما carta d'identità به څه ډول وي؟
که تاسو اوس غوښتنه وکړئ، نو تاسو به احتمالا د کریډیټ کارت په څیر بریښنایی carta d'identità ترلاسه کړئ، نه ده د کاغذې سند په څير کله څنګه چې پخوا وو.
مهم معلومات: که تاسو لا هم د کاغذي carta d'identità لرئ، نو باید د ۲۰۲۶ کال د اګست تر ۳مې نېټې مخکې هغه د برېښنایي پېژنځليCarta d'Identità (CIE) سره بدل کړئ.
په حقیقت کې، کاغذي پیژند پاڼه یوازې د ۲۰۲۶مکال د اګست تر ۳مې نېټې پورې د اعتبار وړ دي. له دې نېټې وروسته به نور نه منل کېږي، حتی که د دوی د پای نېټه تر دې وروسته هم وي. دا بدلون د اروپايي ټولنې د ۱۱۵۷/۲۰۱۹ مقرراتو له مخې لازم دی، چې د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت د ۲۰۲۵کال د اکتوبر په ۱۳مه د ۷۶مې خبرتیا له لارې روښانه کړی دی.
پناه غوښتونکو او د نړیوالې خوندیتوب لرونکي
د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت له لوري د ۲۰۲۵کال د اپریل د ۴مې نېټې د ۲۲مې خبرتیا له مخې، هم پناه غوښتونکي او هم هغه کسانو چې نړیوال خوندیتوب لري، هغه وخت کولای شي چې پېژند پاڼه (carta d’identità) ترلاسه کړي، کله چې د Anagrafe (د راجسټر دفتر) کې ثبت شئ.
د ثبت لپاره، تاسو کولای شئ یو له لاندې څخه وښایئ:
هغه رسید چې ثابتوي تاسو د پناه غوښتنې غوښتنلیک ثبت کړی یا د اعتبار وړ Permesso di Soggiorno per Richiesta Asilo، که تاسو د پناه غوښتونکی یاست
د نړیوالې خوندیتوب لپاره د اعتبار وړ Permesso di Soggiorno، که تاسو د نړیوالې خوندیتوب لرونکی یاست
تاسو باید په هغه کمونه (Comune) کې ځان راجستر یا ثبت کړئ چې پکې اوسېږئ، ځکه دا په رسمي ډول ستاسو د استوګنې ځای د اداري موخو لپاره تثبیتوي. دا مهمه ده ځکه چې هغه ښاروالۍ چې ستاسو په پيژند پاڼه کې لیکل شوې، د هر ډول ټولنیزو ګټو لپاره مسؤله ده چې تاسو یې غوښتنه کوئ، په شمول د کور لپاره د مرستې کولو لپاره.
که ستاسو comune تاسو ته اجازه در نه کړي چې د iscrizione anagrafica لپاره راجستر شئ، موږ وړاندیز کوو چې تاسو د ASGI د تبعیض ضد خدماتو سره اړیکه ونیسئ: ۳۹۳۵۱۵۵۴۲۰۰۸+ – antidiscriminazione@asgi.it.
د برېښنایي پيژند پاڼې (Carta d'Identità Elettronica – CIE) اعتبار څومره دی؟
ستاسو دcarta di identità موده ستاسوpermesso په ډول پورې اړه لري چې تاسو یې لری. دا سند د لاندې مواردو لپاره اعتبار لري:
- ۳ کاله که تاسو د پناه غوښتونکی ياست
- ۱۰ کاله، که تاسو کوم بل ډول permesso لرئ، مګر دا پدې معنی نه ده چې تاسو کولی شئ په قانوني توګه د ۱۰ کلونو لپاره په ایټالیا کې پاتې شئ.
په یاد ولرئ چې ایټالیا کې ستاسو د اوسیدو یا پاتې کیدو وخت ستاسو د permesso di soggiorno ډول پورې اړه لري چې تاسو یې لرئ او ستاسو د carta di identità په موده پورې اړه نلري . د مثال په توګه، که تاسو ۲کلن casi speciali جواز لرئ او۱۰ کلن carta di identità لرئ دا پدې معنی ندي چې تاسو په قانوني توګه په ایټالیا کې د ۱۰ کلونو لپاره پاتې کیدلی شئ. تاسو یوازې حق لرئ چې په قانوني توګه په ایټالیا کې ستاسو د اجازې مودې لپاره پاتې شئ، نو پدې حالت کې دا ۲ کاله دی.
ایا زه کولی شم د خپل پېژندپاڼه carta d'identità سره سفر وکړم؟
ستاسو پېژندپاڼه یوازې ستاسو هویت ثابتوي او له ایټالیا څخه بهر سفر کولو لپاره د اعتبار وړ سند په توګه نشي کارول کیدی.
سربیره پردې، پناه غوښتونکي اجازه نه لري چې دهیواد څخه بهر سفر وکړي پداسې حال کې چې د دوی د پناه غوښتنه لاهم معلق دی.
نور معلومات ترلاسه کړئ: ستاسو د سفر کولو حق
له کوم ځای څخه نور معلومات ترلاسه کولی شو؟
د ایټالیا د کورنیو چارو وزارت د carta d'identità ویب پاڼې څخه لیدنه وکړئ.
تاسو کولی شئ چیرې چې تاسو ژوند کوئ د خپل Comune په ویب پاڼه کې نور معلومات هم ترلاسه کړئ.
که تاسو نورې پوښتنې لرئ، نو مه هېروئ چې موږ ته په فیسبوک پیغام ولیږئ، او موږ به هڅه وکړو چې تاسو سره مرسته وکړو.
د Refugee.info Italy ټیم لخوا لیکل شوی