IMG_3093.JPG
Photo Mohamed Keita

 

که تاسو په ایټالیا کې د پناه غوښتنه نه ده کړې او اسناد نه لرئ، کله چې تاسو روغتیایی مرکز یا روغتون ته لاړ شئ تاسو کولی شئ د STP کارت ترلاسه کړئ. په ایټالیا کې، "STP" مکمله بڼه "Straniero Temporaneamente Presente" دی، یا "بهرنیان چې په لنډمهاله توګه په ایټالیا کې ژوند کوي".

هغه څه چې د STP کارت په مرسته ترلاسه کولی شئ

د STP کارت تاسو ته دا حق درکوي چې د جدي او بیړني روغتیایي حالت کې طبی او صحي خدمات ترلاسه کړئ.

د STP کارت سره، تاسو حق لرئ چې لاندې خدمات ترلاسه کړئ:

  • د پیښو او / یا ناروغۍ پورې اړوند بیړني طبي او روغتیايي پاملرنې

  • وقایه، او همدا راز د ساري ناروغیو او انتاناتو لپاره

  • واکسینونه

  • د 18 څخه کم عمر ماشومانو لپاره لازمي او عاجل روغتیایي او طبي پاملرنه

  • د امیندوارۍ او زیږون پورې اړوند عاجل روغتیایي او طبي پاملرنې

هغه څه چې تاسو د STP کارت سره نشي ترلاسه کولی

ستاسو د STP کارت تاسو ته دا حق نه ورکوي چې د ایټالیا د عامې روغتیا سیسټم سره راجستر شئ. دا پدې مانا ده چې تاسو نشئ کولی د لاندې مواردو لپاره ډاکټر وګورئ:

  • با قاعده او منظم معاینات

  • اوږدمهاله روغتیایي او طبي پاملرنې

له کوم ځای کولی شم د STP کارت ترلاسه کړم

تاسو کولی شئ د محلي روغتیا پاملرنې دفتر څخه د STP کارت ترلاسه کړئ چې د "Azienda Sanitaria locale" (ASL) په نوم یادیږي، یا د بیړنۍ خونې یا کلینیک څخه چیرې چې تاسو طبي پاملرنې ترلاسه کوئ.

کله چې تاسو ASL یا روغتون ته د درملنې لپاره ځئ، نو له تاسو به وپوښتل شي چې آیا تاسو کوم پيژند پاڼه لرئ ، په شمول ستاسو د اصلي هیواد څخه.

که تاسو غواړئ چې خپل د پېژندنې اسناد ، ډاکټرانو یا نرسو ته وړاندې کړئ، نو ستاسو دا معلومات به د STP په کارټ کې ثبت شي. که تاسو وغواړئ نو تاسو کولی شئ چې خپل معلومات د مستعار نوم سره وساتئ. مګر تاسو باید د خپل عمر او جنسیت په ګډون د خپل ځان په اړه ځینې عمومي معلومات چمتو کړئ.

هغه څه چې تاسو یې تادیه کوئ:

د STP کارت په کارولو سره طبي او روغتیایي خدمتونه وړیا دي په هغه قضیو کې که چیرې چې تاسو د داکتر لیدنې او روغتیایي خدماتو لپاره پیسې نشي ورکولی.

د STP څومره وخت لپاره اعتبار لري؟

د STP کارت د ۶ میاشتو لپاره اعتبار لري. او ورسته له ۶ میاشتو تمدید کیدای شي.

که زه روغتون ته لاړ شم٬ دوی به چارواکو ته راپور ورکړي؟

ډیر احتمال سره نه.

په ایټالیا کې داسې هېڅ قانون شتون نلري، چې یوازې ستاسو د نه ثبت کولو په اړه د اړوند روغتون کارکوونکي راپور ورکولو ته اړتیا پیدا کړي.

مګر که د روغتون کارمندان فکر کوي چې ستاسو ټپ یا ناروغی ممکن د یو جدي جرم سره تړاو ولري، دوی ممکن د شرایطو په پام کې نیولو سره، پولیسو ته خبر ورکړي.


که تاسو نورې پوښتنې لرئ، نو مه هېروئ چې موږ ته په فیسبوک پیغام ولیږئ، او موږ به هڅه وکړو چې تاسو سره مرسته وکړو.

د Refugee.info Italy ټیم لخوا لیکل شوی