20241004_Italy_SMcKee_Sicily_0037.jpg
Photo: Skye McKee for the IRC

 

له هغه وخته چې موږ د Refugee.Info  پیل کړی، موږ په ګروپ کې ډېرې خبرې لیدلي او له ډېرو خلکو مو غوښتنې ترلاسه کړي چې اروپا ته د رسیدو لپاره یې مرسته غوښتې. Refugee.Info  ایټالیا د کډوالو، پناه غوښتونکو او هغو کسانو لپاره چې لا دمخه په ایتالیا کې دي، د تایید شوي معلوماتو چمتو کولو باندې تمرکز کوي. 
موږ په هغو هېوادونو کې چې د اروپا پر لارې دي، هیڅ تحریري ټیم نه لرو، خو له دې امله چې د دې موضوع په اړه له ډېرو کسانو څخه مو پیغامونه ترلاسه کړي، پریکړه مو وکړه چې د اروپا د سفر په اړه ځینې معلومات راټول کړو.

زموږ موخه دا نه ده چې خلک اروپا ته د رسېدو په هڅه کې وهڅوو او نه یې هم مخنیوی وکړو. موږ یوازې غواړو چې خلک خوندي وي او ټول هغه معلومات ولري چې دوی ورته اړتیا لري، تر څو باخبره پریکړه وکړي.

که تاسو اروپا ته د رسېدو هڅه کوئ، نو څو مهمې خبرې شته چې باید پرې پوه شئ.

ایا ایټالیا ته د رسېدو لپاره کومه قانوني او خوندي لاره شته؟ 
لنډ ځواب: هو!

متأسفانه، د قانوني لارو شمیر محدود دی. ایټالیا، لکه د نورو اروپايي اتحادیې هیوادونو په څېر، د غیر اروپايي اتباعو د قانوني داخلیدو د تنظیم لپاره تدابیر نیولي دي. تاسو کولای شئ دلته نور معلومات ترلاسه کړئ.

که تاسو د ایټالیا یا بل اروپايي اتحادیې هیواد ته د تګ په اړه فکر کوئ، نو لومړی ګام دا دی چې وګورئ آیا تاسو د هغو خوندي او قانوني لارو له شرایطو سره سمون لرئ که نه. د موجودو امکاناتو بشپړ لید لپاره، مهرباني وکړئ زموږ مقاله  ایټالیا ته د راتلو لپاره خوندي لارې ولولئ.

ایټالیا ته غیرقانوني/غیرمنظم مهاجرت څه ته ویل کېږي؟

مهمه ده چې پوه شئ،  بل هیواد ته د قانوني سفر او پاتې کېدو لپاره ویزه ترلاسه کول کیدای شي ډېر اوږد بهیر ولري. د سختو شرایطو او اوږدو انتظارونو ترڅنګ، داسې هم کیدای شي چې اړوندې ادارې ستاسو د ویزې غوښتنه رد کړي. دا ممکن تاسو دې ته وهڅوي چې خطرناکه سفر ترسره کړئ، خو بیا هم د انتظار کولو ارزښت لري، پرته له دې چې ستاسو ژوند په فوري توګه له خطر سره مخ وي.

پرته له دې چې ستاسو د هیواد او ایټالیا ترمنځ داسې کوم تړون وي چې تاسو ته د ویزې پرته سفر اجازه درکړي، ایټالیا ته پرته له ویزې ننوتل غیرقانوني ګڼل کېږي. د بیلګې په توګه، په کښتۍ ایټالیا ته رسیدل یا د ویزې د مودې له ختمېدو وروسته په ایټالیا کې پاتې کېدل دواړه د غیرقانوني په توګه ګڼل کېږي.

که تاسو په غیرقانوني ډول ایټالیا ته رسېدلي یاست، یوازینۍ لار چې خپل پاتې کېدل قانوني کړئ، د پناه غوښتنه ده. خو باید پوه شئ چې د اروپايي اتحادیې قانون تاسو ته اجازه نه ورکوي چې د خپلې خوښې هیواد د پناه غوښتنې لپاره انتخاب کړئ. د ډوبلین III قانون له مخې، تاسو باید د پناه غوښتنه په هغه لومړي خوندي هیواد کې وکړئ چې هلته رسېدلي یاست.

نور معلومات: په ایټالیا کې د پناه غوښتنه کول

د لارې پر مهال خطرونه

په عمومي توګه، اروپا ته سفر خورا خطرناک او ګران کیدی شي، او قاچاق وړونکي/ قاچاقبرو ممکن تاسو د تاوتریخوالي او د ژوند ګواښونو سره مخامخ کړي. سره له دې چې قاچاق وړونکي تاسو ته څه وایی، دوی نشي تضمین کولی چې تاسو به ایټالیا ته ورسیږئ. له هر پولې تېرېدل ډېر خطرناک دي، او له بده مرغه ډیری مهاجرین مړه کیږي، توقیفي مرکزونو ته لیږدول کېږي، وسله‌والو ډلو لخوا تښتول کېږي، یا مجبورېږي چې بیرته خپل هیواد ته ستون شي. د شخصي کیسو او خطرونو کچه د لارې له ډول سره توپیر لري.

د مدیترانې بحر درې اصلي لارې لري:

  • د ختیځې مدیترانې لاره (EMR) له ترکیې څخه یونان ته د بحرله لارې تېرېدنه.
  • د مرکزي مدیترانې لاره( (CMRا په عمده توګه له لیبیا او تونس څخه ایټالیا ته.
  • د لویدیځې مدیترانې لاره (WMR) له مراکش څخه هسپانیا ته د بحر لارې تېرېدنه، او د سیوټا او میلیلا هسپانوي کلاګانو ته د ځمکې لارې تېرېدنه.

په دې مقاله کې به موږ هغو خطرونو ته تمرکز وکړو چې مهاجرین یې د مرکزي مدیترانې لارې (CMR) په سفر کې، چې په عمده توګه له لیبیا او تونس څخه ایټالیا ته د بحر له لارې دی، سره مخ کېدای شي.

د لیبیا ته د رسېدو مخکې سفر

د مهاجرینو پروژه (The Migrant Project) د سفر لګښتونو او خطرونو په اړه ډېر څه لیکلي دي، په ځانګړې توګه د نایجر او صحارا دښتې له لارې لیبیا ته رسېدو په اړه.

که تاسو په سفر کې یاست او مرسته ته اړتیا لرئ، کولای شئ د Alarme Phone Sahara عاجل مرکز ته زنګ ووهئ: ۰۲۷۸۰۲۹۶۸۲۶ یا ۰۲۷۸۵۷۵۲۶۷۶.

تاسو کولی شئ د هېوادونو په اساس د نورو د اړیکو او تلیفون شمیرې په اړه نور معلومات دلته ترلاسه کړئ.

انساني قاچاق او ناوړه ګټه اخیستنه

په لاره کې خلک اکثره د ناوړه ګټې اخیستنې او انساني قاچاق ښکار کېږي. که د اروپا پر لور سفر کې ستاسو پیسې ختمې شي، قاچاق وړونکي ممکن تاسو مجبور کړي چې د پور د بېرته ورکړې لپاره سخت کار یا غلامي وکړئ. نارینه اکثره د سخت فزیکي کار لپاره استعمالېږي، پداسې حال کې چې ښځې ډیری وختونه د فحشا لپاره اړ ایستل کېږي. په داسې هېوادونو لکه لیبیا کې، تاسو ممکن څو کاله په دې شرایطو کې پاتې شئ.

له بده مرغه، حتی که تاسو ایټالیا ته ورسېږئ هم، تضمین نشته چې د ناوړه ګټې اخیستنې له کړۍ خلاص شئ. که په داسې حالت کې ځان ومومئ، مهرباني وکړئ موږ ته په فیسبوک کې شخصي پیغام واستوئ.

که تاسو په ایټالیا کې یاست، کولی شئ د انساني قاچاق پر ضد ملي مرستې کرښې ته هم زنګ ووهئ: ۸۰۰۲۹۰۲۹۰ (د ټولو ټیلیفون شبکو لپاره) یا ۳۴۲۷۷۵۴۹۴۶ (Lycamobile). دا د اړیکې کرښه وړیا، محرم، او هره ورځ ۲۴ ساعته فعاله ده. 

انساني قاچاق یو جرم دی که تاسو د انساني قاچاق قرباني یاست، تاسو حق لرئ چې د ایټالیا دولت لخوا خوندي شئ. پدې کې د استوګنې جواز ترلاسه کولو حق شامل دی چې تاسو ته اجازه درکوي چې په ایټالیا کې پاتې شئ، او همدارنګه په یوه مرکز کې د کوربه توب حق او د ملاتړ خدماتو لړۍ ته لاسرسی.

ستاسو د انفرادي وضعیت پر اساس، تاسو ممکن د نړیوالې خوندیتوب (protezione internazionale) یا ټولنیزخوندیتوب (protezione sociale) مستحق یاست.

نور معلومات دلته ترلاسه کړئ: په ایټالیا کې د انساني قاچاق قربانیانو لپاره د خوندیتوب سیسټم

 

توقیف، تاوتریخوالی، او ناوړه چلند

په توقیف کې بند پاتې کېدل د اروپا ته د رسیدو په لاره کې یو بل خنډ دی. د ۲۰۱۹ کال د جولای تر میاشتې پورې، شاوخوا ۶۰۰۰ کسان په لیبیا کې په توقیفي مرکزونو کې ساتل کېدل. په دې مرکزونو کې، مهاجرینو راپور ورکړی چې په وحشتناکو شرایطو کې ژوند کوي؛ نه یوازې د حفظ الصحې، خواړو، اوبو، ځای او د ورځې رڼا ته محدود لاسرسی لري، بلکې په دوامداره توګه د جنسي ځورونې، شکنجې او تاوتریخوالي سره مخامخ کېږي.

دا نږدې نه منل کېدونکې ښکاري، خو په لیبیا کې وضعیت او د مهاجرینو شرایط د وروستیو میاشتو په اوږدو کې د داخلي شخړو له امله لا خراب شوي دي.

په دې مرحله کې، هغه کسان چې د صحارا دښتې او لیبیا له لارې تېر شوي، باید د ایټالیا ساحلونو ته د رسېدو لپاره د بحر سفر هم پیل کړي.

څوک مرسته کولی شي؟ 
که تاسو په داسې حالت کې یاست چې د خپل هېواد نه بهر پاتې شوي یاست، تاسو کولی شئ په هغه هېواد کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) یا د نړيوالې مهاجرت ادارې (IOM) سره اړیکه ونیسئ.

Refugee.Info یوازې یو معلوماتي خدمت دی او موږ نشو کولی د بیړنیو حالتونو یا هغو کسانو سره چې په ګواښ کې دي مستقیم مرسته وکړو. خو که تاسو نه پوهېږئ چې څنګه د UNHCR یا IOM سره اړیکه ونیسئ، کولی شئ موږ ته شخصي پیغام واستوئ. موږ به خپله هڅه وکړو چې تاسو د اړوندې ادارې سره وصل کړو.

د مدیترانې بحر نه تېرېدل 

د بحر له لارې د غیرقانوني او غیرخوندي سفر پیل کول تل خطرناک وي. ځکه چې دا ډېر خطرناک کېدای شي، نو دا هغه څه دي چې تاسو باید پرې په ډېر دقت سره فکر وکړئ.

د بحر له لارې د سفر پر مهال، تاسو له ګڼو ګواښونو سره مخامخ یاست. پدې کې د خراب هوا یا د کښتۍ د خراب وضعیت له امله د کښتۍ ډوبېدو خطر، په لیبیا او تونس کې تښتول کېدل، د ساحلي ساتونکو لخوا بیرته لیبیا ته اړول، او د اروپايي اتحادیې ځینو ملي چارواکو لخوا غیرقانوني احتمالي بیرته ستنول شامل دي. په تېرو ۱۵ کلونو کې، له ۳۰۵۰۰ څخه ډېر کسان د بحر له لارې د سفر په وخت مړه شوي دي. دلته تاسو کولای شئ دقیق معلومات ترلاسه کړئ.

سربېره پر دې، ممکن پولیس تاسو د کښتۍ د رهبرۍ یا چلولو په تور تورن کړي او ونیسي. تضمین نشته چې که تاسو په بحر کې وژغورل شئ، نو ایټالیا یا بل اروپايي هېواد ته به ولېږدول شئ.

د Watch the Med سازمان یو لارښود خپور کړی چې په بحر کې د څه کولو څرنګوالی ښيي. تاسو ممکن وغواړئ د سفر له پیل څخه مخکې دې لارښود ته یوه کتنه وکړئ.

څوک مرسته کولی شي؟

که تاسو د د مرکزي مدیترانېې لارې په سفر کې په خطر کې یاست، کولی شئ د مالټا ساحلي ساتونکي ته ۰۳۵۶۲۱۲۵۷۲۶۷ یا د ایټالیا ساحلي ساتونکي  ته۰۳۹۰۶۵۹۲۳۵۶۹ د ژغورنې لپاره زنګ ووهئ.

که تاسو په چټکۍ سره ونه ژغورل شئ یا که تاسو بیرته شړل کیږئ، کولی شئ د WatchTheMed – Alarme Phone ته زنګ ووهئ: ۰۳۳۴۸۶۵۱۷۱۶۱. دا د ژغورنې شمېره نه ده، بلکې یوه عاجل اړیکه ده چې د ژغورنې عملیاتو ملاتړ کوي.